Tuesday, April 14, 2015





په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د قاچاق بازار ګرم دی


مجاهد سنګریار  

د دره صوف ولسوالي دهنه تور او شباشک سیمو ډبرو سکرو کانونو څخه په یوه شپه او ورځ کې تر ۳۰۰ بار موټرې استخراج کیږی، چې له ۳۰  تر ۴۰ سلنه یې قاچاق کیږی.
د دره صوف د ډبرو سکرو د کانونو په سیمو کی  د بار لاریو د وزن معلوملولو لپاره دوه ترازو جوړی شوي دي، خو د ترازو مسوولین بار لاریو ته چی کم تر کمه له ۴۰ نه تر ۵۰ ټنو پوری وزن لری یوازی د ۲۵ ټنو پارچه ورکوی او نور وزن قاچاق کیږی.

په امام  بٌکری سیمه کې د ترازو مسوولین د هر موټر په خوشی کیدو کی ۱۰ زره افغانی اخلی او د اضافی وزن په وخت د موټر نه د هر ټن په بدل کې ۵۰۰ افغانی اخلی او بار موټر ته اجازه ورکوی.
د دره صوف ولسوالۍ ډیرۍ اوسیدونکی د ډبرو سکرو د استخراج او قاچاق له کبله نورو راپیدا شویو ستونزو نه سر ټکوی او وایی، سیمیزه چارواکو ته په دره صوف کې د عوایدو راټولیدو یوه غوره منبع جوړه شوې ده.
د پاس دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو له کان څخه تر مزارشریف ښار پورې، چې نږدې ۲۰۰ کیلومتره فاصله ده د لارې په اوږدو کې د ترازو مسوولین، د کنترول پوستې او نورې ډلې په نوبت خپل باج اخلي او قاچاقی لاریو ته اجازه ورکوی.
د سیمی اوسیدونکی په یوه خوله له دولت نه غوښتنه کوی، چې د دره صوف د ډبرو سکرو غیر مسلکی او غیرقانونی استخراج مخه دی ونیول شی او د روڼې پروسې له مخې سیالۍ ته وړاندې شی، ترڅو د چاپیریال ساتنې، د ځوانانو بیکارۍ او د کورنیو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شی.
په پاس دره صوف ولسوالۍ کې په ډیره کمه کچه د ګوتو په شمار د دولت له خوا ډبرو سکاره استخراج کیږی او پاتې نوره ټوله برخه په ولسي توګه استخراج او قاچاق کیږی. د سیمی اوسیدونکی په دې اړه معلومات نه لری، چې د کانونو شاوخوا اوسیدونکی کوم حقوق لری او څنګه کولای شی، چې د خپلو کانونو څخه د دولت په مرسته سمه ګټه پورته کړی.
په دغه سیمه کې د اوسیدونکو د سواد کچه ډیره ټیټه ده او خلکو ته په دی اړه هیڅ پوهاوی نه دی ورکړل شوی، ترڅو په دې پوه شی، کانونه د شخص نه بلکې د دولت ملکیت دی او په اړه یی ټول تدابیر د دولت مسوولیت دی، له همدې کبله هر زورواکی او دولتمند کولای شی، په خپل سره له کان څخه ډبرو سکاره استخراج او قاچاق کړی.
له بل پلوه د دې سیمې اوسیدونکي د ډبرو سکرو له کانونو څخه د غیر مسلکی او غیر قانونی کیندنو او قاچاق له کبله د ژوند بیلابیلو ستونزو سره مخ شوی دی، چې د ټول چاپیریال اغیزمن کیدو له امله په خطرناکو ناروغیو اخته شوي دي.
د پاس دره صوف د ډبرو سکرو قاچاق د چاپیریال فضا ته تور رنګ ورکړی دی، چې غرونه، هوا، ځمکه، ونې، فصلونه، سړک او انسانان په توررنګ بدل شوي دي.
په سیمه کې یو تن ملک حاجی اصغر د یوې ټوکې یاده وکړه او ویی ویل:(( دلته د قاچاق او استخراج له کبله انسانانو، ځمکې، هوا او اسمان د ډبرو سکرو شکل غوره کړی دی او د دې ویره لرو، چې د دې ځای میرمنې په اینده کې د انسانانو په ځای ډبرو سکاره ونه زیږوي.))
د ډبرو سکرو کانونو په شاوخوا سیمه کې کورنۍ د ناسالم چاپیریال، ککړو اوبو، خراب سړک او ټولنیزو ستونزو سربیره نورو زیاتو روغتیایی ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د دره  صوف ولسوالۍ یو بل تن قومی مشر قربان علی وایی، د کانونو د استخراج له کبله چاپیریال د خلکو ژوند له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړی دی، په دې سیمه کې څلور فصله هوا توره او د انسانانو پوستکی غوړ او تور وي، همداراز زیاتره کورنۍ د نفس تنګۍ، تور زیړي، نري رنځ، سرطان او په نورو بیلابیلو ناروغیو اخته شوی دی.
د دې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې دولتی یا مرستندویه ادارو له خو داسی کومه پروژه ترسره شوی نه ده، چې د اوسیدونکو په ژوند کې یی کومې اسانتیاوې او مثبت بدلون رامنځته کړی وی. له ښوونځی نه نږدې ۱۵ کیلومتره فاصله لری، چې نجونې او هلکان دا ټوله لاره د خاورو، ګرد، غبار او خټو سره مل ښوونځي ته پیاده تګ راتګ کوی.
کورنۍ د خپلو څښلو او نور اوبو اړتیا د کوچنیو ماشومانو او میرمنو په مرسته د هغه روان نهر یا خوړ نه ترلاسه کوی، چې کال څلور فصله د ډبرو سکرو له امله د اوبو رنګ تور او ناپاکه بهیږي، همداراز اساسی روغتیا مرکز نږدې ۴۰ کیلو متره واټن کې موقعیت لری، ډیری ټکسی چلوونکو د خپلو سترګو لیدلی حال ووایه، چې زیات شمیر اومیدواره میرمنو روغتون ته تر رسیدو مخکې په موټر کې ماشوم زیږولی دی.
همداراز سړکونه ټول خراب کندی کپر دی، چې په ژمی کې دومره خټې او ډنډونه وی چه واړه موټری په کې تګ راتګ کولای نه شی او د دوبي په موسم کې ټوله فضا ګرد او خاورو نیولی وی، چې د یو بارکش موټر په تیریدو سره په ۱۰ مترۍ کې یو بل تن لیدلی نه شی.
د دره صوف ولسوالۍ دهنه تور او شباشک سیمی اوسیدونکو ته د هرڅه دمخه لازمه ده، چې د چاپیریال او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره انکشافی، تعلیمی او روغتیایی پروژې ترسره شی او په همدې اړه روزنیز او تربیوی پروګرامونه ورته په پام کې ونیول شی، ترڅو کورنۍ او په ځانګړی ډول میرمني او کوچنیان کال څلور فصله دهوسا او ارام ژوند خاوندان شی.
همداراز د کانونو په اړه په بیلا بیلو برخو کې لکه، د کانونو قانون، د کان پیژندنه، د کان د سیمی اوسیدونکو حقوق، د کان داوطلبی، انکشافی قرارداد، استخراجی قرارداد، د کان قرارداد او کمپنۍ څخه څارنه، د معدنکارۍ په برخه کې د میرمنو او نارینه وو ګډه ونډه، په سیمیزه کچه د ستونزو حل کول، او ځوانانو ته د کاری زمینی د پیدا کولو په برخه کې د سیمې د اوسیدونکو میرمنو او نارینه وو ظرفیت لوړونې ته اړتیا ده.
Bottom of Form